او د دوى د زړونو په مینځ كې يې محبت واچاوه، كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه، بېشكه هغه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى الأنفال ۸:۶۳ ⧉
تفسیر:
اوالله تعالی یوځای کړي وو زړونه د هغه مومنانوچې ستا مدد یې ورباندې کړی وو پس له هغې چې هغه جدا وو که خرچه کړای وای تا هغه مال چې په ځمکه کې دی د دې لپاره چې ته ددوی دا ټوټه ټوټه زړونه رایوځای کړې تابه نه و را یو ځای کړي، لیکن یو الله تعالی رایوځای کړل، بیشکه الله تعالی پخپله پاچاهۍ کې زورور دی هېڅوک پرې زورور کیدای نه شي او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله، تدبیر او شریعت کې.