Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 65 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ 65
ترجمه:
اى نبي! ته مومنان (له كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو په دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (، نو) په هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي الأنفال ۸:۶۵
تفسیر:
ای نبي مؤمنان جګړې ته وهڅوه او تیز یې کړه په هغه څه چې مضبوط کړي مورال د دوی او په حرکت راولي د هغوي همتونه؛ که چیرته شي ستاسو نه-ای مومنانو-شل جنګیالي صبر کوونکي په خلاف د کافرانو غالبه به شي په دوه سوه کافرو اوکه شي ستاسو نه سل جنګیالي غالب به شي په زرو کافرو دا په دې وجه چې یقیناکافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په دې چې د الله طریقه دا ده چې د خپلو دوستانو مدد کوي او دښمنان ذلیله کوي او کافران د جنګ هدف نه پیژني هغوی یوازې د دنیایې پرمختګ لپاره جنګیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 64 راتلونکې الأنفال • آیت 66