Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 66 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ 66
ترجمه:
اوس الله په تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (، نو) په دوه سوه به غالبه شي۔ او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (، نو) په دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى الأنفال ۸:۶۶
تفسیر:
اوس الله درڅخه پیټی سپک کړ -ای مومنانو- د هغې کمزورۍ له امله چې په تاسې کې ده، نو پر تاسو یې د مهربانۍ له مخې درڅخه پیټی سپک کړ، نو ویې منله چې ستاسو څخه یو تن دې د لسو پر ځای د دوو کافرو په وړاندې وجنګیږي، که چېرته ستاسو څخه سل تنه صبرکوونکي جنګیالي وي دوی به پر دوه سوو برلاسي شي او که چیرته ستاسو څخه زر صابره وي نو د الله جل جلاله په امر به په دوه زرو برلاسي شي، او الله جل جلاله په ملاتړ او مرستې کې د خپلو صابره مؤمنو بندګانو ملګری دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 65 راتلونکې الأنفال • آیت 67