Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 69 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَالًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 69
ترجمه:
نو تاسو خورئ له هغه (ماله) چې تاسو په غنیمت اخيستى دى، چې حلال پاكیزه دى، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى الأنفال ۸:۶۹
تفسیر:
پس خورئ-ای مومنانو-د هغه مال نه چې نیولی مو دی له کافرو څخه په غنیمت کې؛ هغه حلال دی ستاسو لپاره او د الله نه وویریږئ په منلو د اوامرو او ځان ساتلو د نواهیو نه بیشکه الله بخښوونکی دی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته، همیشه رحم کوونکی دی په هغوی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 68 راتلونکې الأنفال • آیت 70