اى نبي! ته هغو بندیانو ته ووایه چې ستاسو په لاس كې دي: كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (، نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى الأنفال ۸:۷۰ ⧉
تفسیر:
ای نبي ووایه د مشرکانو هغه بندیانو ته چې تاسو د بدر په ورځ نیولي او ستاسو په لاسونو کې پریوتي دي:که ستاسو په زړونو کې او یا ستاسو په نیتونو کې څه خیر او صلاح د الله تعالی په علم کې وي د هغه مال په باره کې چې ستاسو نه په فدیه کې واخیستلی شو. نو مه خفه کیږئ هغه مال پسې چې ستاسو څخه په فدیه کې اخیستل شوی دی، الله تعالی به درته ستاسو ګناهونه او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته توبه وباسي له خپلو بنده ګانونه او تل ورباندې رحم کوونکی دی، او په تحقیق سره ریښتینې شوه دا وعده د الله د عباس-رضی الله عنه-دنبي-صلی الله علیه وسلم-د کاکا سره او غیر له هغه نه نوروکسانو سره هم چې ایمان یې راوړی و.