Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 71 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 71 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ يُرِيدُوا خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 71
ترجمه:
او كه دوى له تا سره د خیانت كولو اراده لري، نو یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره خیانت كړى دى، نو هغه پر دوى باندې (د مومنانو) قابو راوستله، او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى الأنفال ۸:۷۱
تفسیر:
که چیرته دوی ارداه لري -ای محمده -د خیانت کولو تاسره په هغه وینا چې تاته یې ښکاره کوي په تحقیق سره خیانت کړی و دوی د الله سره مخکې لدې نه او په تحقیق سره مرسته کړې وه تاسره الله ددوی پر خلاف، نو قتل شوي وو ددوی نه هغه چې قتل شوي وو او بندیان شوي وو هغه چې بندیان شوي وو پس انتظار دې کوي د دغې سختې سزا که بیادې ناوړه عمل ته راوګرځیدل او الله پوه دی پخپل مخلوق او په هغه څه چې په هغې دوی اصلاح کیږي او حکمت والا ذات دی پخپل تدبیر کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 70 راتلونکې الأنفال • آیت 72