Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 72 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 72 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَٰئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُمْ مِنْ وَلَايَتِهِمْ مِنْ شَيْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا ۚ وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 72
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مرسته يې كړې ده، دغه كسان یو تر بله دوستان دي او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې نه دى كړى (، نو) تاسو لپاره د هغوى له دوستۍ نه هېڅ شى نشته تر هغه پورې چې دوى هجرت وكړي او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى الأنفال ۸:۷۲
تفسیر:
بیشکه هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او ریښتونی یې ګڼلی د هغه رسول اوعمل یې کړی د هغه په شریعت او هجرت یې کړی د کفري ملک نه اسلامي ملک ته او یا هغه ځای ته چې د الله تعالی عبادت هغه ځای کې کولای شي په امن او امان او جهاد یې کړی په مالونو او ځانونو د پاره د اوچتولو د الله د کلمې[توحید]او هغه کسانو چې دې مهاجرینوته یې ځای ورکړی پخپلو کورونو کې او د هغوی مرسته یې کړې - دا مهاجرین او هغه کسان چې د هغوی مرسته یې کړې د دې کورونو والا ځینې د دوی دوستان دي د ځینو نورو په مرسته کولو کې او هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې ندی کړی د دار الکفر نه دار الاسلام ته؛ نشته په تاسو-ای مومنانو-چې د هغوی مرسته وکړئ او حمایه یې کړئ ترڅو چې هجرت وکړي د الله په لیار کې او که کافرانو ورباندې ظلم کړی وو او ستاسو څخه یې مرسته وغوښته بیا یې مرسته وکړئ د دښمن پر خلاف، مګر که وه ستاسو او د دښمن په منځ کې وعده او نه یې وه ماته کړې او الله په هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی هیڅ شی ورباندې پټ نه دی ستاسو د عملونو څخه او ژر دی سزا به درکړي په هغې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 71 راتلونکې الأنفال • آیت 73