Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنفال — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

الأنفال • آیت نمبر 74 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ 74
ترجمه:
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مدد يې كړى دى، همدغه كسان په حقه مومنان دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر د عزت رزق دى الأنفال ۸:۷۴
تفسیر:
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې کړی د الله په لار کې او هغه کسانو چې ځای ورکړی هغه خلکو ته چې د الله په لار کې یې هجرت کړی او د هغوی مرسته یې کړې دا کسان په ریښتیا د ایمان په صفت موصوف دي او بدله د دوی د الله له طرفه بخښنه دګناهونو ده او رزق عزتمند او هغه جنت دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنفال • آیت 73 راتلونکې الأنفال • آیت 75