او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى الأنفال ۸:۷۵ ⧉
تفسیر:
اوهغه کسان چې ایمان یې راوړی وروسته له هغه مومنانو څخه چې هغوی وړاندیوالی کړی اسلام ته د مهاجرینو او انصارونه او هجرت یې کړی د دار الکفر څخه دارالاسلام ته او جهاد یې کړی د الله په لارکې ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه شي او کلمه د هغه کسانو چې کفر یې کړی دی ښکته شي دا ستاسو څخه دي-ای مومنانو-لازم دي په دوی هغه حقوق کوم چې په تاسو لازم دي او واجب دي په دوی هغه څه چې په تاسو واجب دي او خاوندان د خپلولۍ د الله په حکم کې ځینې د هغوی ډیرلایق دي په ځینو نورو په میراث وړلو کې د میراث اخیستلو نه په ایمان او هجرت کې، هغه حکم چې مخکې و بیشکه الله په هر شي تل پوه دی، هیڅ شی ورباندې پټ نه دی او الله پوهیږي په هغه څه چې په هغې کې د بنده ګانو اصلاح ده نو همغسې قانون ورته بیاجوړوي.