او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغه، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده التوبه ۹:۱۰۰ ⧉
تفسیر:
له مهاجرينو هغه کسان چې لومړی يې ايمان ته بيړه کړې ده، له خپلو کليو او وطنونو يې الله ته هجرت کړی دی، له انصارو هغه کسان چې د الله د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مرسته يې کړې ده او هغه کسان چې په ايمان کې يې د لومړنيو مهاجرينو او انصارو په عقیده ویناوو او کړنو کې پيروي په ښه توګه کړې ده، الله له هغوی څخه راضي دی؛ نو د هغوی پيروي يې قبوله کړې ده او هغوی له الله څخه راضي دي چې لويه بدله يې ورکړې ده او د هغوی لپاره يې داسې جنتونه چمتو کړي چې تر ماڼیو لاندې يې نهرونه بهيږي، تل به پکې اوسېدونکي وي، دغه بدله لويه بريا ده.