او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نژدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نژدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى التوبه ۹:۹۹ ⧉
تفسیر:
د صحرا له اوسېدونکو ځينې پر الله ايمان لري او د قيامت پر ورځ ايمان لري، هغه څه چې د الله په لار کې يې لګوي ښېګڼې ګرځوي الله ته پرې نېږدې کيږي د رسول صلی لله عليه وسلم د دعا او د ځان لپاره د هغه د بښنې غوښتولو وسيله يې ګرځوي، خبر اوسئ د الله په لار کې د هغه لګښت او د رسول دعا د الله په وړاندې د هغه لپاره ښېګڼې دي چې له الله سره به يې بدله ومومي د الله لخوا په خپله هغه پراخه لورېينه کې په ننه اېستلو سره چې بښنې او جنت ته يې شامله ده، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.