Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 98 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 98 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ ۚ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 98
ترجمه:
او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې (د الله په لار كې) څه چې خرچ كوي (هغه) تاوان ګڼي او ستاسو په باره كې د زمانې د ګردشونو انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى التوبه ۹:۹۸
تفسیر:
او له صحرا مېشتو منافقانو ځينې باور لري چې کوم مال د الله په لار کې لګوي، هغه زيان او تاوان دی، ځکه هغوی ګومان کوي چې که يې ولګوي بدله يې نه ورکول کيږي او که يې وګرځوي الله سزا نه ورکوي، خو له دې سره يې کله ناکله د ځان ښوونې او ځان ساتنې په موخه لګوي، او اې مؤمنانو هغوی د د دې په انتظار دي چې کوم شر درباندې را نازل شي، نو درڅخه خلاص شي، هغوی چې د کومې بدې پايلې شر او زمانې ګرځېدو هيله لري چې پر مؤمنانو دې راشي، هغه پر همدوی راتلونکي دي، نه پر مؤمنانو، الله د هغه څه اورېدونکی دی چې هغوی يې وايي، پر هغه څه پوه دی چې هغوی يې پټوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 97 راتلونکې التوبه • آیت 99