(دوى) توبه كوونكي دي، عبادت كوونكي، ثنا ویونكي، روژه نیونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، د نېكۍ حكم كوونكي او له بدو كارونو څخه منع كوونكي دي او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي۔ او ته مومنانو ته زېرى وركړه التوبه ۹:۱۱۲ ⧉
تفسیر:
د دغې بدلې ترلاسه کوونکي خلک هغه کسان دي چې له هغه څه را ګرځېدونکي دي چې الله نه دي خوښ کړي او بد يې ګڼلي، هغه څه ته چې الله يې خوښوي او پرې راضي کيږي، هغه کسان دي چې الله ته د عاجزۍ او وېرې له امله سرټيټي شوي دي؛ نو د هغه په پيروۍ کې يې کوښښ کړی دی، په هر حالت کې د خپل پالونکي ستاينه کوونکي دي، روژه نيوونکي، لمونځ کوونکي دي، پر هغه څه امر کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول پرې امر کړی دی، له هغه څه منع کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول ترې منع کړې ده، په پيروۍ سره د الله د حکمونو او په ډډه کولو د هغه له نواهيوو ساتونکي دي، ای رسوله! هغو مؤمنانو ته چې پر دغو صفتونو متصف دي د هغه څه خبر ورکړه چې په دنيا او آخرت کې يې خوشحاله کوي.