Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 111 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 111 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 111
ترجمه:
بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى التوبه ۹:۱۱۱
تفسیر:
بېشکه الله پاک له خپل لوري د پېرزوينې په توګه له مؤمنانو يې نفسونه اخېستي دي سره له دې چې هغوی د الله ملکيت دي، په لوړه بيه جنت سره، کله چې د الله د کلمې د لوړوالي په موخه له کافرانو سره جنګيږي، کافران وژني او کافران هغوی وژني، الله په دغه سره رېښتينې ژمنه ورسره کړې ده په تورات د موسی په کتاب، انجيل د عيسی عليهما السلام په کتاب او قرآن د محمد صلی الله عليه وسلم په کتاب کې، او تر الله زيات د ژمنې پوره کوونکی نشته؛ نو خوښ او خوشحاله اوسئ ای مؤمنانو! ستاسو پر هغه بيعه چې له الله سره مو کړې ده، لويه ګټه مو پکښې کړې ده او دغه بيعه لويه بريا ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 110 راتلونکې التوبه • آیت 112