د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى التوبه ۹:۱۱۰ ⧉
تفسیر:
کوم جومات چې هغوی جوړ کړی و تل ضرر و د هغوی په زړونو کې د ثابت شک او نفاق له امله، تردې چې زړونه يې د مرګ او په توره د وژلو له امله پرې شي، الله د خپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی، پر خير او شر د بدلې ورکولو په پرېکړه کې د حکمت څښتن دی.