Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 109 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 109 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ تَقْوَىٰ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 109
ترجمه:
ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، نو هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي التوبه ۹:۱۰۹
تفسیر:
آيا برابر دی هغه څوک چې د جومات بنسټ يې له الله څخه پر داسې وېره اېښی وي چې د هغه د امرونو پرځای کول، له نواهيوو يې ډډه کول او په ښو کړنو کې په پراخۍ يې د الله خوښي ترلاسه کول وي له هغه چا سره چې جومات يې مسلمانانو ته د زيان رسولو، د کفر د پياوړي کولو او مؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکولو په موخه جوړ کړی وي؟ هيڅکله دا دواړه نشي برابرېدلای، د لومړي بنسټ پياوړی، ټينګ دی چې د لوېدو وېره يې نشته، او د دغه بېلګه داسې ده لکه څوک چې ځای جوړ کړي د کندې پر غاړه؛ هغه کنده ورانه شي او هغه ځای ولويږي، هغه ودانۍ يې د دوزخ په تل کې پرې ور ونړيږي، الله هغه قوم ته توفيق نه ورکوي د کفر، نفاق او نورو کړنو له امله ظالمان وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 108 راتلونکې التوبه • آیت 110