Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 108 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 108 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ 108
ترجمه:
ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه په تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي التوبه ۹:۱۰۸
تفسیر:
د کوم جومات چې دا حال وي، ای پېغمبره! د منافقانو په بلنه په هغو کې لمونځ مه کوه، ځکه د قباء جومات چې له پېله یې بنسټ پر تقوا اېښودل شوی غوره دی چې ته پکښې لمونځ وکړې تر دې چې په هغه جومات کې لمونځ وکړې چې بنسټ يې پر کفر اېښودل شوی دی، د قبا په جومات کې داسې خلک دي چې دا خوښوي ترڅو له بې اودسيو او پليتيو په اوبو او له ګناهونو په توبه او استغفار ښه پاک شي، او الله له بې اودسيو، پليتيو او ګناهونو پاکوونکي خوښوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 107 راتلونکې التوبه • آیت 109