Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 107 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 107 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَىٰ ۖ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 107
ترجمه:
اوهغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او له هغه د رسول سره جنګ كړى دى۔ او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي التوبه ۹:۱۰۷
تفسیر:
له منافقانو همدارنګه هغه کسان دي چې جومات يې پرته د الله له پيروۍ د بلې موخې لپاره جوړ کړ، بلکې مسلمانانو ته د زيان رسولو لپاره، د کفر د څرګندوالي لپاره د منافقانو په پياوړي کولو سره، د مؤمنانو تر منځ دبېلوالي لپاره او د هغه چا د چمتووالي او انتظار لپاره چې له جومات جوړولو مخکې يې له الله او د هغه له پېغمبر سره جنګېدلي دي، هرومرو به دغه منافقان تاسوته لوړې کوي: چې موږ يوازې پر مسلمانو د نرمۍ هوډ لرو، الله شاهدي ورکوي چې هغوی درواغجن دي په خپله دغه دعوی کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 106 راتلونکې التوبه • آیت 108