Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 106 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 106 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 106
ترجمه:
او نور كسان دي چې د الله د حكم لپاره وروسته كړى شوي دي، یا به دوى ته عذاب وركړي او یا به په دوى باندې مهرباني وكړي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى التوبه ۹:۱۰۶
تفسیر:
د تبوک له غزا پاتې کېدونکو څخه بل داسې قوم دی چې هغوی لره کوم عذر نه و، دغه کسان وروسته کړل شوي دي د هغوی په اړه د الله پرېکړې او حکم ته، چې د هغوی په اړه به د هغه څه پرېکړه وکړي چې يې وغواړي، يا به سزا ورکړي که هغه ته توبه ونه باسي، او یا به يې وبښي که توبه وباسي، الله پر هغه چا ښه پوه دی چې څوک يې د سزا وړ دي او څوک يې د بښنې، په خپل حکم او تدبير کې د حکمت څښتن دی او دغه کسان ربيع زوی د مراره، او مالک زوی د کعب او اميه زوی د هلال دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 105 راتلونکې التوبه • آیت 107