Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 115 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 115 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ حَتَّىٰ يُبَيِّنَ لَهُمْ مَا يَتَّقُونَ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 115
ترجمه:
او الله هیڅكله هم داسې نه دى چې یو قوم بې لارې كړي وروسته له دې چې دوى ته يې لاره ښودلې وي تر هغه پورې چې دوى ته هغه څه بیان كړي چې دوى ترې ځان وساتي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى التوبه ۹:۱۱۵
تفسیر:
الله د کوم قوم د لار ورکۍ پرېکړه نه کوي وروسته تر دې چې د لارښوونې توفيق يې ورکړی وي، ترڅو يې ورته هغه ناروا شيان نه وي بيان کړي چې ډډه کول ترې واجب دي، که هغوی ترسره کړي هغه څه چې پرې حرام کړل شوي دي وروسته د حرمت له بيانولو يې؛ نو د هغوی د لار ورکۍ پرېکړه کوي، بېشکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه څه پټ نه دي او تاسو ته يې هغه څه در وښودل چې تاسو پرې پوهېدئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 114 راتلونکې التوبه • آیت 116