Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 114 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 114 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ ۚ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ 114
ترجمه:
او د خپل پلار لپاره د ابراهیم مغفرت غوښتل نه و مګر د یوې وعدې له وجې نه چې د هغې وعده يې له هغه (خپل پلار) سره كړې وه، نو كله چې هغه ته ښه څرګنده شوه چې یقینًا هغه د الله دښمن دى (، نو) له هغه نه بېزاره شو، بېشكه ابراهیم خامخا ډېر آه كوونكى (په زړه نرم) ډېر تحمل والا و التوبه ۹:۱۱۴
تفسیر:
د ابراهيم د خپل پلار لپاره بښنه غوښتل يوازې د دې له امله و چې له هغه سره يې د بښنې غوښتلو ژمنه کړې وه، په دې هيله چې مسلمان شي،خو کله چې ابراهيم ته څرګنده شوه چې پلار يې دالله دښمن دی له نصحيت څخه د ګټې نه پورته کولو له امله او يا د وحې له لارې؛ پوه شو چې هغه به کافر مري؛ نو ځنې بېزاره شو، او د هغه لپاره بښنه غوښتل يو اجتهادي امر و نه د الله د هغه حکم مخالفت چې ورته وحې شوی و، بېشکه ابراهيم عليه السلام، الله ته ډېر عاجزي کوونکی، زيات بښونکی او خپل ظالم قوم ته(د هغوی له تېریو) ورتېرېدونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 113 راتلونکې التوبه • آیت 115