Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 13 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


أَلَا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ أَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 13
ترجمه:
ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګیږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى په تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو الله تر ټولو زیات حق دار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ التوبه ۹:۱۳
تفسیر:
ولې نه جنګیږئ-ای مومنانو-د هغه قوم سره چې خپل لوظونه یې مات کړي دي او کوشش یې کړی د خلکو د راجمع کولو په کور دجرګه کې لپاره د شړلو د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- د مکې نه او حال دا دی چې د جنګ لومړی برید هغوی پر تاسې کړی دی هغه مهال کله چې د بکر قبیلې یې مرسته کړې وه چې دا د قریشو ګوندي ماران وو د خزاعوو په مقابله کې چې دا د رسول الله-صلی الله علیه وسله-همتړوني وو آیاتاسو ویریږئ چې د هغو جنګ ته نه وړاندې کیږئ؟ الله سبحانه ډیر حقدار دی چې ورڅخه ويیریږئ که په ریښتیا مؤمنان یاست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 12 راتلونکې التوبه • آیت 14