Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 14 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ 14
ترجمه:
له دوى سره وجنګیږئ، الله به دوى لره ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا وركړي التوبه ۹:۱۴
تفسیر:
وجنګیږئ - ای مومنانو- له دغو مشرکانو سره بیشکه که تاسو د دوی سره جنګ شروع کړ الله تعالی عذاب ورکوي دوی ته ستاسو په لاسونو په سبب د قتلولو ستاسو دوی لره او الله شرموي هغوی په ماتې خوړلو او بندي کېدلو او ستاسو مرسته کوي تاسو ته پر هغوی په غلبه درکولو او هغه مومنان چې جنګ ته نه وي حاضر شوي د هغوی د سینو ناروغتیا به ښه شي په وژلو، بندي کولو او دښمن ته په ماتې ورکولو سره او د ښمن په وړاندې د مؤمنانو په مرسته کولو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 13 راتلونکې التوبه • آیت 15