Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 15 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ ۗ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 15
ترجمه:
او د هغوى د زړونو غصه به لرې كړي او الله چې په چا وغواړي په رحمت سره رجوع كوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى التوبه ۹:۱۵
تفسیر:
او الله تعالی به د خپلو مومنو بنده ګانو غصه سړه کړي د هغه مدد په سبب چې حاصل شوی ورته د دښمن به مقابل کې او الله تعالی به توبه قبوله کړي چاته یې چې خوښه شي د دې ضدیانو نه، که توبه یې وایسته لکه څنګه چې وشو د مکې د فتحې په ورځ ځینو ایمان راوړ او الله پوه دی په ریښتونی توبه کوونکي د دوی او حکمت والا دی پخپل مخلوق او تدبیر او قانون کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 14 راتلونکې التوبه • آیت 16