Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 17 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَنْ يَعْمُرُوا مَسَاجِدَ اللَّهِ شَاهِدِينَ عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ ۚ أُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ 17
ترجمه:
د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي التوبه ۹:۱۷
تفسیر:
نه ښایې د مشرکانوسره چې آباد کړي مسجدونه په عبادت او په مختلفو طاعتونو په داسې حال کې چې دوی اقرار کوونکي دي پخپل کفر په دې طریقه چې دوی راښکاره کوونکي دي کفر لره د خپل طرف نه دا هغه خلک دي چې عملونه یې برباد دي په دې وجه چې د عمل د قبلیدو شرط په کې نشته چې هغه ایمان دی او د قیامت په ورځ به خامخا د همیشه لپاره اور ته داخلیږي مګر که د مرګ نه مخکې یې توبه وایسته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 16 راتلونکې التوبه • آیت 18