د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې په الله او د اخرت په ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي التوبه ۹:۱۸ ⧉
تفسیر:
بیشکه مستحق د جوماتونو د آبادولو او د هغې په حق صحیح ولاړ هغه څوک دی چې چاپه یو الله ایمان راوړی او د هغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړي او د قیامت په ورځ یې ایمان راوړی اولمونځ یې ودرولی او د خپل مال زکات یې ورکړی اونه دی ویریدلی د هیچا څخه مګر د یو الله نه دا هغه خلک دي طمعه شته درسیدلو د دوی سیده لیارې ته او هر چې مشرکان دي هغوی خورا لیرې دي ددغه لیارې نه.