Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 23 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 23
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل پلرونه او خپل وروڼه دوستان مه نیسئ كه دوى كفر محبوب (او غوره) وګڼي په ایمان باندې، او په تاسو كې چې چا له دغو (كفارو) سره دوستي وكړه، نو همدغه كسان ظالمان دي التوبه ۹:۲۳
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله اوتابعداري مو کړې د هغه څه چې راتګ کړی په هغې د الله رسول مه ګرځوئ خپل پلاران او خپل ورونه نسبي او غیر د دوی نه نور خپل خپلوان خصوصي دوستان چې دوستي کوي د هغوی سره په ښکاره کولو د رازونو د مومنانو هغوی ته او مشوري کول د هغوی سره که کفر یې غوره کړی و په مقابل د ایمان کې په یو الله چا چې وګرځول دوستان سره د باقي پاتی کیدلو د هغوی په کفر او ښکاره کوله یې ورته مینه په تحقیق سره د الله نافرمان دی او ظلم یې کړی پخپل ځان په راښکلو د خپل ځان ځایونو د هلاکت ته په سبب دنافرمانۍ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 22 راتلونکې التوبه • آیت 24