(اى پېغمبره!) (ته دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي التوبه ۹:۲۴ ⧉
تفسیر:
ووایه-ای پیغمبره که چیرته وي پلاران ستاسې-ای مومنانو-او بچي ستاسو او ورونه ستاسو اوښځې ستاسو او خپلوان ستاسو او هغه مالونه چې تاسو کسب کړي او هغه تجارتونه ستاسو چې تاسو یې زیاتوالی خوښوئ او د کوټه کیدوڅخه یې ویریږئ او هغه کورونه ستاسو چې پاتې کیدل په کې خوښوئ که چیرته دا ټول شیان ډیر خوښ وي تاسو ته د الله او د هغه د رسول څخه او د الله په لیارکې له جهاد څخه نو انتظار کوئ د هغه عبرتناک عذاب چې الله به یې درباندې نازل کړي او الله تعالی توفیق نه ورکوي هغه چاته چې د الله د طاعت څخه وتلي د هغه عمل چې الله ته خوښ وي