Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 25 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ ۙ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ ۙ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ 25
ترجمه:
یقینًا یقینًا الله په ډېرو ځایونو كې ستاسو مدد كړى دى او د حنین په ورځ هم، كله چې خپل ډېر والي تاسو په تعجب كې اچولي وئ، بیا دا (ډېر والى) ستاسو هېڅ په كار رانغى او پر تاسو باندې ځمكه د هغې د ارتوالي باوجود تنګه شوه، بیا تاسو وګرځېدئ، په داسی حال كې چې شا كوونكي وئ التوبه ۹:۲۵
تفسیر:
پرته له شکه اې مؤمنانو الله مو له مشرکانو څخه د دښمنانو پر خلاف په ډېرو غزاګانو کې مرسته وکړه، سره له دې چې شمېر مو لږ او توښه مو کمزورې وه، کله مو چې پر الله بروسه وکړه او اسباب مو غوره کړل او زياتوالي مو غره نه کړئ، هیڅکله ستاسو ډېروالی د هغوی پر خلاف د بريا لامل ندی شوی، کله مو چې په حنين کې ډېروالي غره کړئ، ومو ويل نن به هيڅکله له کمښته مات نشو؛ نو هغه ډېروالي مو هيڅ ګټه درته ونه رسوله چې تاسو يې مغرور کړي وئ، دښمن مو درباندې برلاسی شو او ځمکه د خپلې پراخۍ سربېره درباندې تنګه شوه، بيا مو له دښمنه ماتې خوړونکې منډې وهلې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 24 راتلونکې التوبه • آیت 26