بیا به الله له دې نه بعد (په رحمت سره) رجوع وكړي په هغه چا چې يې وغواړي او الله ډېر بخښونكى، ښه حكمت والا دى التوبه ۹:۲۷ ⧉
تفسیر:
بیا بیشکه څوک چې توبه وباسي د خپل کفر او ګمراهۍ نه وروسته ددې عذاب نه بیشکه الله تعالی ورباندې رجوع د خپل رحمت له مخې کوي او الله یې توبه قبلوي او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته راګرځي د خپلو بنده ګانو نه او همیشه رحم کوونکی دی په بنده ګانوځکه چې توبه یې قبلوي وروسته د کفر او ګناهونو نه.