اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا هم دا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى التوبه ۹:۲۸ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او د هغه په رسول اوتابعداري مو کړې د هغه دین چې دې رسول راوړی یقینا مشرکان پلیت دي لدې امله چې په دوی کې کفر ظلم بدا خلاقي او ناوړه عادتونه دي، نو مکي حرم ته به دوی نه داخلیږي او د دې په شمول کې به ټول مسجدحرام ته نه داخلیږي اګر که دوی حج او عمرې ته هم راځي(نه به یې پریږدئ) د دې کال نه وروسته چې هغه نهم کال د هجرت دی او که تاسو ویریږئ-ای مومنانو-د فقر نه په دې وجه چې دوی خوراکي مواد او یانور مختلف تجارتونه تاسو ته راجلبوي(هغې ته به صدمه ورسیږي)پس بیشکه ژر دی چې الله به کافي شي تاسو ته دخپل فضل نه که یې وغواړي بیشکه الله همیشه ستاسو په حال پوه دی او دحکمت و الا دی په هغه تدبیر کې چې کوي یې ستاسو لپاره.