Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 29 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّىٰ يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ 29
ترجمه:
تاسو له هغو كسانو سره وجنګېږئ چې نه په الله ایمان راوړي او نه د اخرت په ورځ، او هغه څه ته حرام نه وايي چې الله او د هغه رسول حرام كړي دي او نه دینِ حق قبلوي، له هغو كسانو ځنې چې كتاب ورته وركړى شوى دى، تر دې چې دوى له خپله لاسه په داسې حال كې جزیه وركړي، چې دوى ذلیل وي التوبه ۹:۲۹
تفسیر:
اې مؤمنانو له هغو کافرانو سره وجنګېږئ چې پر هغه الله د معبود په توګه ايمان نه لري چې هيڅ شريک نه لري، او نه د قيامت په ورځ ايمان لري او نه له هغه څه ډډه کوي چې الله او د هغه رسول پرې ناروا کړي دي لکه مرداره، د خوګ غوښه، شراب، سود او داسې نور، يهودو او نصاراوو ته چې الله څه روا کړي دي هغو ته غاړه نه ږدي، تردې چې په خپلو لاسونو د مغلوبو رسوا شويو په توګه جزيه ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 28 راتلونکې التوبه • آیت 30