Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 37 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ ۖ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِيُوَاطِئُوا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فَيُحِلُّوا مَا حَرَّمَ اللَّهُ ۚ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ 37
ترجمه:
اصل خبره دا ده چې تاخیر (د حرمت د یوې میاشتې بلې میاشتې ته) يواځې په كفر كې ډېر والى دى، په دې سره هغه كسان ګمراه كولى شي چې كافران شوي دي، دوى دغه (حرامه میاشت) یو كال حلاله ګڼي او یو كال هغه حرامه، د دې لپاره چې دوى د هغو (میاشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې دي، بیا حلالې كړي هغه (میاشتې) چې الله حرامې كړې دي، دوى ته خپل نا كاره عملونه ښايسته كړى شوي دي او الله كافر قوم ته هدایت نه كوي التوبه ۹:۳۷
تفسیر:
د عزتمندې میاشت پریخودل او دهغې پر ځای یوه بله میاشت ټاکل(چې هغې ته په شریعت کې عزت نه دی ورکړای شوی) -لکه څرنګه چې عربو د جاهلیت په زمانه کې کول- په الله تعالی د کفر کولو دپاسه بل کفر دی، دا چې د حرامو میاشتو په اړه د الله تعالی په حکم کافران شوي، ګمراه کوي په دې کار سره شیطان هغه کسانو لره چې په الله تعالی کافران شوي دي کله یې چې دوی ته دا بد عادت پرېښوده، یو کال حرامه میاشت حلالوي او د هغې پر ځای حلاله میاشت حراموي، او همدا راز په خپل حرمت باندې یې یو کال پرېږدي دې لپاره چې د هغه میاشتو شمېر سره سم شي کومې چې الله تعالی حرامې کړې دي اګر که د هغو میاشتو سره بعینه مخالف هم شي، پس نه حلالوی یوه میاشت مګر د هغې پر ځای بله میاشت حراموي، نو په دې ډول هغه څه ځان ته حلالوي کومې میاشتې چې الله تعالی حرامې کړې دي، او مخالفت کوي د الله تعالی د حکم، شیطان ورته دا بد عملونه ښایسته کړي دي نو دوی یې کوي، او د هغو کارونو څخه چې دوی نوي پېدا کړي دي نسیء (وروسته والی د میاشتو) هم دی، او الله تعالی هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټینګار کوي -د هدایت- توفیق نه ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 36 راتلونکې التوبه • آیت 38