Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 36 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ ۚ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ ۚ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ 36
ترجمه:
بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى التوبه ۹:۳۶
تفسیر:
بیشکه د کال د میاشتو شمېر د الله تعالی د پرېکړې او فیصلې سره سم دولس میاشتې دي، څرنګه چې الله تعالی په لوح محفوظ کې ثبت کړي هغه مهال چې لومړی الله تعالی اسمانونه او زمکه پېدا کړل، له دې دولسو میاشتو څخه څلور میاشتې هغه دي چې وژنه په کې حرامه ده، او هغه دې مسلسلې: (ذو القعدة، او ذو الحجة، او محرم) دي، او یوه ځانته ده چې (رجب) ده. دا یاد شوی شمېر د کال دمیاشتو، او د څلورو عزتمندې ګرځول، برابر دین دی، نو تاسو په دې بزرګو میاشتو کې په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ چې جنګ او وژل په کې وکړئ، او د دې میاشتو بې عزتي وکړئ، او تاسو ټول مشرکانو سره جنګ وکړئ لکه څرنګه چې هغوی ټول تاسي سره جنګ کوي، او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی په مرسته او ثابت پاتې کېدو کې د هغو خلکو سره دی چې د هغه د حکم په منلو او د هغه څه څخه چې ترې یې منع کړې ځان ساتي، او چا سره چې الله تعالی مل شو نو هیڅوک پرې نه شي غالب کیدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 35 راتلونکې التوبه • آیت 37