په هغې ورځ چې د جهنم په اور كې به دغه (خزانې) ښې ګرمې كړى شي، بیا به په هغې سره د دوى تندي او د دوى اړخونه او د دوى شاګانې داغلى شي (او دوى ته به ویلى شي:) دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره خزانه كړي وو، نو تاسو وڅَكئ هغه څه چې تاسو خزانه كول التوبه ۹:۳۵ ⧉
تفسیر:
د قیامت په ورځ به هغه څه ته اور واچول شي کوم چې دوی را ټول کړي وو، او واجب شوی حق یې ترې نه ورکاوه، پس کله چې سخت ګرم شي نو د دوی په ټنډو، اړخونو او شاګانو به کیښودل شي، او ورته به د رټنې په ډول وویل شي: دا ستاسو هغه مالونه دي چې تاسو را ټول کړي وو او د هغې واجب حق مو نه وو ادا کړی، نو اوس د هغه څه چې تاسو راټولول او حق مو نه ادا کاوه بدله وڅکئ، او بده پایله یې ووینئ.