Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 34 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۗ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ 34
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ډیر عالمان (د یهودیانو) او عابدان (د نصرانیانو) د خلقو مالونه په باطلې طریقې سره یقینًا خوري او د الله له لارې نه (خلق) منع كوي، او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه التوبه ۹:۳۴
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 33 راتلونکې التوبه • آیت 35