Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 33 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ 33
ترجمه:
دى هم هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي التوبه ۹:۳۳
تفسیر:
او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې د ټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې د هغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 32 راتلونکې التوبه • آیت 34