Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 32 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ 32
ترجمه:
دوى غواړي چې د الله رڼا په (پوكو د) خپلو خولو سره مړه كړي او الله انكار كوي مګر دا چې خپله رڼا پوره كړي اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي التوبه ۹:۳۲
تفسیر:
دا کافران او نور چې په هره ډله د کافرانو کې وي اراده لري په دروغو تړلو او دروغجن کولو سره د هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي ددې لپاره چې اسلام ختم کړي او باطل یې وګرځوي، او د الله تعالی په یو والي او د الله تعالی د پېغمبر په حقانیت دلالت کوونکي ټول هغه ښکاره دلیلونه هم باطل وګرځوي، خو الله تعالی یې منع کوي مګر دا چې الله خپل دین بشپړ کړي او پر نورو باندې یې پورته او غالب کړي، اګر که کافران د الله تعالی د دین بشپړتیا، غلبه او لوړوالی بد ګڼي، پس بیشکه الله تعالی بشپړونکی او لوړوونکی دی ده لره، او کله چې الله تعالی د یو کار اراده وکړي نو بیا د نورو ارادې باطلېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 31 راتلونکې التوبه • آیت 33