Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 41 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 41
ترجمه:
تاسو غزا ته وځئ، په داسی حال كې چې سپك یئ او درانه او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ التوبه ۹:۴۱
تفسیر:
ای مومنانو! تاسو د الله په لار کې جهاد کولو لپاره لاړ شئ، د سختۍ او اسانتیا پر مهال، د ځوانۍ او بوډاوالي پر مهال، او په خپلو مالونو او نفسونو باندې جهاد وکړئ، ځکه چې دا جهاد کول په مالونو او ځانونو باندې زیات ګټور دی د دنیا په ژوند کې او هم په آخرت کې د کیناستلو څخه، او د مالونو او ځانونو پورې زړه تړلو څخه، که چېرې تاسو په دې پوهېږئ نو په جهاد حرص وکړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 40 راتلونکې التوبه • آیت 42