Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 42 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَاتَّبَعُوكَ وَلَٰكِنْ بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ ۚ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنْفُسَهُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 42
ترجمه:
كه هغه، نژدې سامان او منځنى سفر وى (، نو) دوى به لازمًا ستا متابعت كړى و او لېكن په دوى باندې فاصله لرې پرېوته (نو ځكه يې نافرماني وكړه) او ژر به دوى په الله قسمونه خوري كه زمونږ طاقت وى (، نو) ضرور به له تاسو سره وتلي وو، دوى خپل ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي التوبه ۹:۴۲
تفسیر:
که چېرې هغه منافقان چې تاسو څخه د جهاد د نه تللو اجازه اخلي تاسو راوبلئ آسانه غنیمت او بې مشقته سفر ته نو خامخا به دوی ستا پېروي وکړي -ای پېغمبره- لیکن پر دوی باندې هغه مسافه ډېره لرې شوې ده د کومې پرې کولو ته چې تا را بللي وو چې دښمن خوا ته وه نو دوی شاته شول، او زر دی چې په الله تعالی به دوی قسمونه خوري او تاته به وایي: که چېرې مونږ تاسو سره جهاد ته د وتلو وس درلودلای نو هرومرو به وتلی وای، دوی خپل ځانونه د الله تعالی عذاب ته په وړاندې کیدلو هلاکوي دا چې دوی شاته پاتې کېږي، او د دروغو قسمونه خوري، او الله تعالی ډېر ښه پوهېږي چې دوی په خپله دعوه او پدې قسمونو کې دروغجن دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 41 راتلونکې التوبه • آیت 43