Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 43 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


عَفَا اللَّهُ عَنْكَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ 43
ترجمه:
الله ته معاف كړې، د څه لپاره (او ولې) دې دوى ته (دپاتې كېدلو) اجازت وركړ؟ تر هغه پورې چې تا ته هغه كسان ښه ښكاره شوي وى چې رښتیا يې ویلي او تا دروغجن (هم) معلوم كړي وى التوبه ۹:۴۳
تفسیر:
الله تعالی تا ته بخښنه وکړه -ای پېغمبره- د هغه اجتهاد په اړه چې کومه اجازه دې ورکړې وه دوی ته د شاته پاتې کېدو، نو ولې دې دوی ته اجازه ورکړه؟ چې تا ته ریښتیني عذر لرونکي او دروغجن ښکاره شوی وی، نو ریښتینو ته به دې اجازه ورکړې وه او دورغجنو ته به دې نه ورکوله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 42 راتلونکې التوبه • آیت 44