له تا نه هغه كسان اجازت نه غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري له دې نه چې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړي او الله په پرهېزګارانو ښه عالم دى التوبه ۹:۴۴ ⧉
تفسیر:
په الله تعالی او دقیامت په ورځ باندې ریښتینې ایمان لرونکو مومنانو د شان سره نه ښایي چې تا څخه اجازه وغواړي -ای پېغمبره- د دې خبرې چې د الله تعالی په لار کې په مال او ځانونو باندې د جهاد کولو څخه شاته شي، بلکه دوی سره ښایي چې جهاد ته ووځي کله چې ترې غوښتنه د وتلو وشي، او په مالونو او ځانونو باندې جهاد وکړي، او الله تعالی پوه دی په هغو پرهېزګارانو بندګانو باندې چې له تا څخه اجازه نه غواړي مګر د داسې عذر له چې دوی له وتلو څخه منع کوي.