Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 45 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ 45
ترجمه:
له تا نه اجازت يواځې هغه كسان غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري او د هغوى زړونه شكمن شوي دي، نو دوى په خپل شك كې حیرانه سرګردانه دي التوبه ۹:۴۵
تفسیر:
-ای پېغمبره- بېشکه هغه کسان چې له تا څخه د الله په لار کې د جهاد کولو څخه د شاته پاتې کیدلو اجازه غواړي همدوی منافقان دي چې په الله تعالی او د قیامت په ورځ باور نه لري، او د دوی په زړونو کې د الله تعالی د دین په اړه شک دی، نو دوی په خپل شک کې ګډوډ او حیران دي، چې حق خوا ته لار نه مومي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 44 راتلونکې التوبه • آیت 46