Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 47 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ 47
ترجمه:
كه دوى په (لښكر د) تاسو كې وتلي وى (، نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله په ظالمانو ښه پوه دى التوبه ۹:۴۷
تفسیر:
بهتره دا ده چې دا منافقان له تاسو سره ونه وځي، ځکه که دوی له تاسو سره ووځي نو ورانکاري به در زیاته کړي ستاسو په ناکامولو او ستاسو زړونو کې د شبهو اچولو باندې، او ستاسو په لیکو کې به د چغل خورۍ هڅې کول ستاسې د بیلتون او تفرقې اچولو په موخه، او -ای مومنانو- ستاسو په منځ کې داسې کسان شته چې د دوی دروغو ته غوږ نیسي، او بیا یې مني او خپروي یې، نو ستاسو تر منځ ترې اختلاف پېدا کېږي، او الله تعالی د منافقانو دا ظالمان ښه پېژني کوم چې د مومنانو په منځ کې دسیسې او شکونه اچوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 46 راتلونکې التوبه • آیت 48