یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې فتنه (خرابي) لټولې وه او تا ته يې ټول كارونه (په حیلو او دسیسو سره) اړولي وو، تر دې چې حق راغى او د الله حكم څرګند (او غالب) شو، په داسې حال كې چې دوى بدګڼونكي وو التوبه ۹:۴۸ ⧉
تفسیر:
دا منافقان ډېر حرص کوي چې د مومنانو وینا سره بیله کړي او ورانکاری وکړي، او د دوی کارونه سره وپاشي د تبوک د غزا څخه مخکې، او کارونه یې درته ډول ډول وویشل او وایې ړول په ګڼو تدبیرونو او حیلو سره -ای پېغمبره- ښایي چې د دوی حېلې او چلونه د جهاد په اړه ستا په هوډ اغېز وکړي، تر دې چې د الله مرسته او تایید تا سره مل شو، او الله تعالی خپل دین ته غلبه ورکړه، او دښمنان یې مغلوبه شول، په داسې حال کې چې دوی بد ګڼل؛ ځکه چې دوی خوښولو چې باطل به په حق بر لاسی شي.