Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 52 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ 52
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: تاسو زمونږ په باره كې انتظار نه كوئ مګر په دوو تر ټولو غوره څیزونو كې د یو څیز، او مونږ ستاسو په باره كې انتظار كوو د دې چې الله تاسو ته عذاب درورسوي له خپل جانب نه، یا زمونږ په لاسونو سره، پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم له تاسو سره انتظار كوونكي یو التوبه ۹:۵۲
تفسیر:
ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو د دې انتظار کوئ چې مونږ ته بریا یا شهادت په برخه شي؟! او مونږ د دې انتظار کوو چې الله تعالی پر تاسو باندې له خپل خوا څخه عذاب را نازل کړي او هلاک مو کړي او یا دا چې زمونږ پر لاسونو عذاب درکړي چې مونږ مو ووژنو او بندیان مو کړو، که چېرته مونږ ته ستاسو د وژلو اجازه راکړي، نو تاسو زمونږ د برخلیک انتظار کوئ مونږ ستاسو د برخلیک انتظار کوو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 51 راتلونکې التوبه • آیت 53