ته (دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، هم هغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي التوبه ۹:۵۱ ⧉
تفسیر:
ته ووایه -ای پېغمبره- دې منافقینو ته: مونږ ته نه رسي مګر هغه څه چې الله تعالی مونږ ته لیکلي وي، هماغه الله زمونږ بادار او د ورتګ ځای دی چې ورته ورځو، او مونږ پر هماغه باندې په خپلو چارو کې بروسه لرو، او یوازې هماغه ته مومنان خپل کارونه سپاري، هماغه د دوی بس دی، او ښه کار جوړنکی دی.