او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي التوبه ۹:۵۴ ⧉
تفسیر:
او نه دي منع کړي دوی د نفقو د قبلېدو څخه مګر درې کارونو: په الله تعالی او د هغه په پېغمبر باندې کفر کول، او په لمانځه کې سستي کول، او دا چې دوی خپل مالونه په خوښۍ سره نه مصرفوي بلکه د زړه په زور یې مصرفوي؛ ځکه چې دوی نه په لمانځه باندې د ثواب هیله لري او نه په مال مصرفولو.