Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 55 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 55 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ 55
ترجمه:
نو تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته په دغو (څیزونو) سره په دنيايي ژوند كې عذاب وركړي او د دوى روحونه په داسې حال كې ووځي چې دوى كافران وي التوبه ۹:۵۵
تفسیر:
تا دې په تعجب کې نه اچوي -ای پېغمبره- د منافقانو مالونه او اولادونه، او مه یې ډېر ښه بوله، ځکه چې د دوی د مالونو او اولادونو برخلیک ډېر بد دی، او الله تعالی به ترې دوی لپاره عذاب جوړ کړي په خوارۍ او ستړیا سره چې تر لاسه کوي یې، او په سبب د هغه څه چې نازلېږي کوم مصیبتونه پر دوی باندې، تر دې چې الله تعالی به د دوی روحونه د کفر په حالت کې وباسي، او په تل به د دوزخ په ښکته طبقه کې عذاب ورکول کېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 54 راتلونکې التوبه • آیت 56