Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 6 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ 6
ترجمه:
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دی چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي التوبه ۹:۶
تفسیر:
که چیرته داخلیده یو مشرک چې مال او وینه یې روا وه او امن یې غوښته-ای پیغمبره- نوغوښتنه یې ومنه تردې چې قران واوري او بیا یې ورسوه هغه ځای ته چې هلته دا په امن کې شي دا پدې وجه چې کافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په حقیقت ددې دین، پس کله چې وپوهیږي په حقیقت ددې دین د قران د اوریدلو نه، کیدی شي چې سمه لار ومومي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 5 راتلونکې التوبه • آیت 7